اسلام آباد 18 اپرېل (اے پي پي) وزيراعظم محمد شهباز شريف سره د پلاننګ كميشن ډپټي چيئرمېن جهانزېب خان د ګل په ورځ ملاقات وكړو. د وزيراعظم دفتر د مېډيا څانګې لخوا جاري شوي بيان له مخې د ملاقات په مهال وزيراعظم تعطل سره د مخ شويو پرمختيائي پروژو څخه خبر كړے شو. وزيراعظم په ترجيحي بنيادونو د اولس د خېر ښېګړې پروژې ترسره كولو هدايت وكړو. ده د پلاننګ كميشن لا فعاله كولو هدايت هم وكړو. وزيراعظم ووئيل چې جامع منصوبه بندۍ سره به د كوټلو پالېسو تشكيل او د پالېسو تسلسل سره د هېواد معاشي او اقتصادي پرمختګ باوري كوو. ده هدايت وكړو چې وزارتونه او ډويژن دې شريكه مرسته باوري كړي. ده ووئيل چې د اولس د خېر ښېګړې پروژې به نورې مجرمانه غفلت او نظراندازۍ سره مخ نه شي، د پرمختګ سفر د هغه ځائ څخه پېل دے، چرته چې ودرېدلې و، د هېواد او قوم يو روپې به هم ضائع كېدو ته ورنه كړو
وزيراعظم محمد شهباز شريف سره د پلاننګ كميشن ډپټي چيئرمېن ملاقات وكړو
مضمون کا ماخذ : نتیجہ میگا سینا