ګوادر 03 جون (اے پي پي)وزيراعظم محمد شهباز شريف ګوادر كښې هر يو كور ته د څښكلو پاكو اوبو وركولو او د سولر پينلز د لارې برېښنا باوري كولو هدايت كړے۔ده د چين سرمايه كارو ته د هر ډول ممكنه مرسته باور وركولو سره د منصوبه بندۍ او پرمختګ وفاقي وزير احسن اقبال ته د جامع خبرو اتروز كولو او ټولو مسئلو حل لپاره ښكاره روډ مېپ رامخې ته كولو له هم سپارښتنه كړې۔ده دا سپارښتنه د جمعې په ورځ د چين كمپنو پلاوي سره د ملاقات په مهال كړې۔وزيراعظم هغوي ته د ګوادر په ښار كښې د سيلينېشن پلانټ لګولو سره هر يو كور ته د څښكلو پاكو اوبو وركولو او د سولر پينلز كارولو سره د برېښنا وركولو باوري كولو هدايت كړے۔ده د ګوادر هوائي مېدان زر تر زره بشپړولو او ګوادر پورټ د نړۍ مصروف ترين او ګټور بندرځاې په جوړولو هم زور راوړے ۔دغسې وزيراعظم د دې مقصد لپاره د چين سرمايه كارو ته د هر ډول ممكنه مرستې باور وركړے۔ده د منصوبه بندۍ او پرمختګ وفاقي وزير احسن اقبال ته په دې لړ كښې د چين سرمايه كارو سره د جامع خبرو اترو كولو او ټولو مسئلو حل كولو لپاره د ښكاره روډ مېپ رامخې ته كولو هم هدايت كړے۔په ملاقات كښې د منصوبه بندۍ او پرمختګ وفاقي وزير احسن اقبال٬د نشه اي توكو مخ نيوي وفاقي وزير نواب زاده شاه زين پګټي٬خاص مرستيال طارق فاطمي او فهد حسېن نه علاوه نور سياسي شخصيات هم موجود وو
وزيراعظم محمد شهباز شريف سره د چين كمپنو پلاوي وليدل
مضمون کا ماخذ : خون چوسنے والے II